اسلام آباد 06 ستمبر(اے پي پي) د دفاع وزير خرم دستګير وئيلي دي چې سعودي سره يوې جامع دفاعي او تزويراتي مر??تې د لوظنامې ضرورت دے چې مقصد ئې د دواړو هېوادونو دفاعي اړيكو ته وده وركول دي?? ده دا خبرې د شورو په ورځ د سعودي سفير نواف المالكي سره د ملاقات په مهال په خبرو كښې وكړې۔ په دې موقع د دفاع سېكتر لېفټېننټ جنرال ﴿ر﴾ ضمير الحسن شاه هم موجود و۔ د دفاع وزير خرم دستګير خادم حرمېن شريفېن سلمان بن عبدالعزيز لپاره د نېكو هيلو څرګندونه وكړه او د ورورولې په اړيكو ئې رڼا واچوله۔ ده ووئي?? چې پاكستان سعودي سره خپلو اړيكو ته ډېر اهميت وركوي او په ټولو څانګو كښې ورسره مر??ته ز??ات??ل غواړي۔ ده ووئي?? چې د چين پاكستان د اقتص??دي لارې مقصد ټوله منطقه يو بل سره تړل دي او د دې ګټه به سوئيلي آسيا او چين سره سره نه يوازې سعودي بلكې د منځني ختيز نورو هېوادونو ته هم ورسي۔ وفاقي وزير په دې موقع په مقبوضه كشمير كښې د هند لخوا د بشري حقونو په سختو سرغړونو هم رڼا واچوله۔ د دې څخه وړاندې د سعودي سفير د دفاع سېكتر سره هم ملاقات وكړو۔ د ملاقات په مهال د منطقې په صورتحال او سياسي صورتحال خبرې وشوېِِ٬ دواړو د شريكې دفاعي مر??تې په ز??ات??لو اتفاق وكړو