اسلام آباد 24 اپرېل (اے پي پي) د شريكې ګټې كونسل د وړومبۍ آبي پالېسۍ او پاكستان واټر چارټر متفقه منظوري وركړې ده ٬ دغسې د وزیراعظم په ??شرۍ كښې د قامی كچې ادارې ’’قامی واټر کونسل‘‘ د لارې به په ??الیسۍ عملدرآمد او نګرانی کولې شي، وزيراعظم او د څلورو واړو صوبو اعلیٰ وزيرانو په ’’پاکستان واټر چارټر‘‘ لاس ليك هم وكړو۔د شريكې ګټې كونسل 37مه غونډه د وزيراعظم شاهد خاقان په ??شرۍ كښې وزيراعظم هاؤس كښې وشوه۔ په غونډه كښې د پنجاب اعلٰی وزير محمد شهباز شريف٬د سندھ وزيراعلٰی سيد مراد علي شاه٬د خېبرپښتونخوا اعلٰی وزير پروېز خټك٬د بلوچستان وزيراعلٰی عبدالقدوس بزنجو٬وفاقي او صوبائي وزيرانو او سينئر چارواكو ګډون وكړو۔په غونډه كښې د قامي اوبو پھ پالېسۍ غور وشو۔وړومبۍ آبي پالېسۍ او پاكستان واټر چارټر لاس ليك كولو له د وزيراعظم په دفتر كښې خاص دستوره وشوه۔وزيراعظم او څلورو واړو اعلٰی وزيرانو چارټر لاس ليك كړو ك??م چې په ??تفقه توګه منظور كړې شو۔د پلاننګ کمېشن چیئرمېن سرتاج عزیز غونډه د قامی اوبو پالیسۍ مسودې په اړھ خبر كړه۔ ده ووئيل دا پالیسی د ټولو ډلو په ??شاورت جوړه شوې او په ??امی كچه يو مشاورتی سیمینار هم اتفاق رائے وضع کولو له شوے ۔ د شريكې ګټې کونسل 36مه غونډه كښې وړاتندې ك??ې تجاویز پالیسۍ كښې شامل کړې شوي۔ ده د اوبو كارولو او ترجیحات په ګوته كولو ، د اوبو د وسائلو پرمختګ او استعمال له كوټلې منصوبه بندی، د طاس ماحولیاتی همغږي ، ماحولیاتی بدلون اثرات ٬ د څښلو پاكو اوبو او سینی ټېشن، پن برېښنا ، صنعت، زمكيزې اوبو ، د تحفظ انتظاماتو ، قانونی فریم ورك او د اوبو څانګې ادارو د كار استعداد زياتولو پشمول د اوبو قامی پالیسۍ خدوخال په اړه وضاحت وكړو۔ د شريكې ګټې کونسل ته ووئيل شول ’’قامی واټر کونسل‘‘ په ??امه د قامی كچې ادارې د لارې د اوبو په ??امی پالیسۍ عملدرآمد کولې شي د كومې مشري به چې وزیراعظم کوي او وفاقی وزيران او ټول اعلیٰ وزيران به ئې غړي وي۔ سرتاج عزيز ووئېل د اوبو قامی کونسل به د قامی اوبو په ??الیسۍ د عملدرآمد نګرانی کوي او د آوبو وسائلو وفاقی وزیرپه ??شرۍ كښې به يوه سټېئرنګ کمېټی د وفاقی او صوبائی حکومتونو او اړوندو محکمو نمائندګانو سره د عملدرآمد مانیټرنګ كوي۔ د شريكې ګټې كونسل د پلاننګ کمېشن او د اوبو وسائلو وزارت هڅې وستائلې او پاکستان لپاره وړومبې د اوبو قامی پالیسۍ ئې په ??تفقه توګه منظوری وركړه۔ دې نه پس په ??وه دستوره كښې وزیراعظم د څلورو واړو اعلیٰ وزيرانو سره په ??اکستان واټر چارټر لاس ليك وكړو چې پكښې د اوبو قامي پالیسۍ له د عزم څرګندونه وشوه۔