اسلام آباد 23 مئی (اے پی پی) د پ??كستان او صوماليه ترمينځه د 10.500 ملينه روپو ګرانټ او صوماليه لپاره د قامي شناختي كارډ نظام جوړولو لپاره د تكنيكي مرستې لوظ نامه لاس ليك شوه ۔ وزيراعظم شاهد خاقان عباسي د شورو په ورځ د لاس ليك په دستوره كښې موجود ؤ۔په دې موقع د خزانې وزير مفتاح اسماعيل٬د وزيراع??م خاص مرستيال ډاكټر مصدق ملك د خزانې او داخله ډويژن سېكترانو٬د ??اد??ا چيئرمېن او سينئر چارواكو په لوظ نامې د لاس ليك دستوره كښې هم موجود وو۔د صوماليه د اړخه د داخله چارو دوهم وزير عبدالله فرح وهلئي د پ??اجېكټ مشر ډاكټر نور درائي هرسي او سفير خديجه محمد المخزومي او د هغوي چارواكي هم د لاس ليك دستوره كښې موجود وو۔د دې اقدام ترمخه به ??اد??ا به د صوماليه لپاره ټېكنالوجي٬سافټ ويئر او نور سامان وركوي۔د علم او ټېكنالوجي منتقل كولو سره به صوماليه ته بارډر منيجمنټ او انتخابي منيجمنټ له هم مرسته ترلاسه شي۔په دې موقع په خپلو خبرو كښې د صوماليه د داخله چارو دوهم وزير عبدالله فرح وهلئي د صوماليه نېشنل آئي ډي سسټم جوړولو كښې پھ مرسته كولو د پ??كستان مننه وكړه۔ده د پ??كستان او صوماليه د ملګرتيا اړيكې رامخې ته كولو سره ووئيل په موغاديشو كښې د پ??كستان سفارت پرانستلو سره به د دواړو هېوادونو اړيكو ته لا وده ترلاسه شي۔د خزانې وزير مفتاح اسماعيل د خېرسګالۍ جذبې څرګندونې سره ووئيل پاكستان او صوماليه خپلو كښې د ملګرتيا اړيكو ته د قدر په سترګه ګوري۔پاكستان او صوماليه خپلو كښې نزدې اړيكې لري۔د ??اد??ا په لوظ نامه لاس ليك اهميت لري او دې سره به د دواړو هېوادونو اړيكې لا قوي شي