چنګ داؤ 11 جون (اے پي پي) اولس مشر ممنون حسېن پاك چین دوستی فورم ته د وېنا په مهال د اېس سي او ټرېډ كوريډور تجويز وركولو سره وئيلې دي دې کوریډور څخه به منطقه كښې د توان ضرورتونه ترسر كولو له مرسته ترلاسه شي٬ د چین په خارجه پاليسۍ كښې نور هېوادونه هم د پرمختګ په سفر كښې شاملول خوشبينه خب??ه ده۔ اولس مشر څوك چې دا مهال د شنګهائي تنظيم په 18مه غونډه كښې ګډون لپا??ه د چين په څلور ورځنۍ دوره تللي د ګل په ورځ خپلې وېنا كښې ووئيل د شنګهائي مرستې تنظيم په كاميابه غونډه كولو د چين ټول قام او حكومت د مباركۍ مستحق دے۔ اولس مشر ممنون حسېن ووئيل چین سره سي پېك او د ګوادر غوندې منصوبو څخه به نه يوازې دواړو هېوادونو كښې بلكې د منطقې نورو هېوادونو كښې هم پرمختګ او سوكالي وده ومومي٬ پاك چین دوستي د دې منصوبې له امله يو مثال ګرځېدلې٬ بايد د دواړو هېوادونو ترمېنځه د كلتور او تجارت پشمول نورو څانګو كښې س??ه د پلاويو تږ راتږ باوري شي كومې سره به چې د دواړو هېوادونو ترمېنځه دوستي او اړيكې ??ا قوي شي او د تجارت نوې لارې به پرانستلې شي۔ ده ووئيل د چين اولس مشر ??ي جن پنګ د ون بېلټ ون روډ په وژن عملدرآمد په نتيجه كښې دا منصوبه دواړو هېوادونو لپا??ه د يو ډول ګټه و??ه ده۔ ده ووئيل زمونږ كاميابي د توان كمې تر سره كولو سره پاكستان كښې پاك چين اقتصادي لاره كښې سرمايه كارۍ او زرعي څانګه كښې دغوره كاركردګۍ له امله ممكنه ده ۔ ده ووئيل سي پېك او د رېلوے نظام به نړۍ ګوادر او د كراچۍ بندرځايونه سره وتړي۔ اولس مشر ممنون حسېن ووئيل پاکستان به د چين خپلو روڼو د ټېكسټائل ٬ انفراسټركچر ٬ پېټروكيميكل ٬ سټيل زراعت پشمول څانګو كښې د سرمايه كارۍ هركلے كوي۔ اولس مشر ?? دې عزم څرګندونه وكړه چې د پرمختګ سفر به روان ساتلې شي ۔ اولس مشر ووئيل دا مهال د پاكستان شل زره زده كوٶنكي چين كښې زده كړه كوي۔ ده د سباٶن ضرورت محسوسولو س??ه د سي پېك پوهنتونونو جوړولو تجويز هم وړاندې وركړو چې پكښې د دواړو هېوادونو د ژبو تعليم وركړې شي۔ ده ووئيل د شريكو ډګرو وركولو پروګرامونه پېل كول هم پكار دي