لاهور 19 جولائی (اے پی پی) لنډ مهاله وزیراعظم جسټس (ر) ناصر الملك وئيلي دي د ټولټاكنو په ورځ زياتو هلو ځلو ، چمتو پاتې كيدو او رابطو زياتولو ته اړټيا ه دغسې چې د پولنګ عمل په ښه او امناكه ډول ترسره شي، د سیاسی قیادت او کارنر مېټنګ كښې د ګډون كونكې اولس تحفظ او سلامتیا باورې كولو ته بايد پام لرنه وكړې شي۔ د دې خيالاتو څركندونه ده په خپله مشرۍ كښې د لاهور پھ ګورنر هاؤس كښې د امن او امان صورتحال او د 2018 ټولټاكنو په م??قع امن او سلامتیا باورې كولو له د تیاریو جاج اخستو غونډې په م??ال وكړه۔ په غونډه كښې د پنجاب لنډ مهاله وزیراعلیٰ ډاکټر حسن عسکری رضوی، د پنجاب لنډ مهاله داخله وزير شوکت جاوید،د بلديات وزیر ظفر محمود، د اطلاعات او كلتور صوبائی وزیر احمد وقاص ریاض، چیف سیکتر اکبر حسین درانی، آئی جی پولیس کلیم امام، صوبائی چیف الیکشن کمشنر ظفر اقبال حسېن او نور سینئر سرکاری عهدیدارو ګډون وكړو ۔ د پنجاب چیف سیکتر اکبر حسېن درانی د غونډې په م??ال صوبه كښې د ټولټاكنو عمل په م??ال د سلامتیا او امن صورتحال باورې كولو له د صوبائی حکومت د اړخه شوې انتظاماتو پھ ??ړه تفصیلی بریفنګ وركړو۔ ده وزیراعظم د صوبې په بيلو سيمو كښې د ترهه ګرۍ منصوبه بندی شنډولو کامیابیو په ??ړه هم خبر كړو۔ وزیراعظم صوبه كښې امن باورې كولو له د هغه هڅې او په دې لړ كښې د قانون نافذ کوونكو ادارو ترمينځه رابطې وستائلې۔ وزیراعظم ووئيل د ټولټاكنو په ورځ زياتو هڅو ، چمتو پاتې كيدو او د رابطو ودې ته اړټيا ه دغسې چې د پولنګ عمل په ښه او امناكه ډول ترسره شي، ده ووئېل د سیاسی قیادت او کارنر مېټنګ كښې ګډون كولنكې اولس تحفظ او سلامتیا باورې كولو ته بايد پام لرنه وكړې شي۔ وزیراعظم پھ دې خبره زور راوړو چې د 2018 ټولټاكنو په ??ړه مرتب کړې شوي ??ابطه اخلاق او امنيتي پروټوکول باندې په سختۍ سره عملدرآمد له به انتظامیې ته سیاسی قیادت سره نزې رابطې ساتل وي۔ د پنجاب وزیراعلیٰ حسن عسکری رضوی وزیراعظم له باور وركړو چې صوبائی حکومت خپله آئینی ذمه داری پورا کولو سره آزادو، سپيځلو او غیر جانبداره ټاكنې باورې كولو له لوظي دے۔دې څخه وړاندې وزیراعظم د ګورنر، د پنجاب وزیراعلیٰ او صوبائی کابینې غړو سره غونډه وكړه۔