اسلام آباد ?? 18 ستمبر (اے پی پی) د پاكستان او ايران د ابلاغ ذريعو دوه اړخيزه مرسته د دواړو هېوادونو اولس يو بل ته نزدې كولو ??و په يو بل په غوره ډول پوهېدو كښې مهم كردار ترسره كولې شي۔ دا خبره د ايران د ابلاغ ذريعو 5 كسيزه پلاوي د ګل په ورځ د اے پي پي مركزي دفتر دورې په مهال وكړه۔ دا پلاوې د انسڼی ټیوټ آف سټرڼیجک سټډی اسلام آباد په بلنه د پاکستان په دوره دے۔ د خپلو پاتې كېدو په مهال به دې د ګوادر، کوئټه، ګلګت اور چینی سرحد دوره وكړي۔ پلاوي كښی كېهان انټرنېشنل څخه مرتضیٰ نګهبانی، ایران ډېلی څخه محمد رضا عابش احمدل??، تهران ټائمز څخه افشین مجلسی، متهر نیوز ایجنسی څخه بنافشی ایماعیلی او ډیلی اطلاعات څخه نادر مزوجی شامل دې۔ اېګزېكټو ډائرېکټر ’’اے پی پی‘‘ سهېل علی خان د ګل په ورځ پلاوې د ادارې كاركردګۍ ?? مقصدونو او د سباؤن مدرسو په اړه خبرولو ??ره ووئيل چې د قامي خبر رسنې ??داره خپل سبسکرائبرز ته مستند خبرونه استوي۔ ده ووئيل پرمختيائي خبرونو او قامي ګټو ته ترجيح او په مهمو قامي سيمه ايزو او نړيوالو چارو د هېواد نكته نظر په فعاله توګه رامخې ته كولو ??ره د پاكستان معتدل تشخص په ډاګه كولو كښې مهم كردار ترسره كوي۔ اېګزېكټو ډائرېكټر ووئيل خبر رسنې ??دارې د نوې ټېكنالوجۍ په مېدان كښې شوي اوسني پېشرفت سره ځان يو شان كوي او د اي مېګزين ٬ وېب ټي وي منصوبو ته خاص پام لرنه كولو ??ره خبل وېب سائټ د نووؤ غوښتنو ترمخه جوړول دي۔ ده ووئيل ايران او پاكستان يو بل ساره تاريخي او روايتي رابطې لري۔ دې رابطو ته د ميډيا په مېدان كښې د شريكو منصوبو د لارې لا تقويت وركولې كېدې شي۔ د ’’اے پی پی‘‘ډائرېکټر نیوز محمد قمر اﷲ چوهدری، ډائرېکټر کوآرډینیشن محمدا کرم ملک، ډائرېکټر انفارمیشن ټېکنالوجی غواث خان او مشران چارواكي هم ملاقات كښې موجود وو۔