نیویارك 21 ستمبر (اے پی پی) د آزاد جمو كشمير اولس مشر سردار مسعود احمد خا?? وئېلي دي د مقبوضه كشمير اولس به د خپلې ??زادۍ لپاره د حق خود ارادايت تحريك تر كاميابۍ روان ساتي٬د شخړيز كشمير حل لپاره ??لګري ملتونه مناسب فورم دے۔د دې خيالاتو څرګندونه ده پاكستاني او كشميري كميونټۍ دستورې ته خپل خطاب كښې كړې۔سردار مسعود احمد خان ووئيل د شخړيز كشمير حل لپاره ??لګري ملتونه يو ښه او مناسب فورم دے چې د كومو قراردادونو له مخې د كشمير مسئله حل كېدې شي او وخت راغلې چې ملګري ملتونه د كشمير حل لپاره ??ه هند فشار واچوي ځكه چې ملګرو ملتونو ته د كشمير په اړه قراردادونو ته د نړيوالو مشرانو ملاتړ ترلاسه دے۔ده ووئيل د مقبوضه كشمير اولس د هند څخه د خپلې ??زادۍ او حقونو ترلاسه كولو تحريك روان ساتلو حق لرې۔ده ووئيل م??نږ د كشمير مسئلې پرامن حل غواړو۔د آزاد كشمير اولس او پاكستانے قام د خپلو مظلومو كشميريانو وروڼو سره زلاړ دے