اسلام آباد 14 دسمبر (اے پي پي) د پاكستان سمندري پوځ مشر اېډمرل ظفر محمود عباسي ت?? د تركيې نېول فورسز كمانډر وائس اېډمل عدنان ازبال د تركش آرمډ فورس اعلٰې عسكري اعزاز “لېجن آف مېرټ آف دي تركش آرمډ فورسز” وركړو٬ په دې موقع د پاك بحريه مشر د تركيې د قامي دفاع وزير نورېتن كېېكلي او كمانډر تركش جنرل سټاف جنرال هولوسي اكار سره جلا جلا ليدلي دي ۔ د س??ندري ځواكونو وياند له مخې د تركيې د س??ندري ځواك په مركزي دفتر كښې د نېوي يوې چټك ډلې اېډمرل محمود عباسي ت?? اعزازي سلامي وكړه۔ د دې نه پس په يوه دستوره كښې اېډمرل ظفر محمود عباسي ت?? د تركيې نېول فورسز كمانډر وائس اېډمل عدنان ازبال د تركش آرمډ فورس اعلٰې عسكري اعزاز “لېجن آف مېرټ آف دي تركش آرمډ فورسز” وركړو۔ د پاكستان سمندري ځواك مشر ته دا اعزاز د دواړو هېوادونو د س??ندري ځواكو??و ترمېنځه مرستې ته د ودې وركولو په اعتراف وركړې شوې۔ د دې نه وړاندې د دواړو هېوادونو د عسكري مشرا??و ترمېنځه په ملاقات كښې د دواړو وروڼو هېوادونو د س??ندري ځواكو??و ترمېنځه د اړيكو په لا مضبوطيا او د شريكې خوښې په بېلا بېلو چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ د پاك بحريه مشر د تركيې د قامي دفاع وزير نورېتن كېېكلي او كمانډر تركش جنرل سټاف جنرال هولوسي اكار سره جلا جلا ليدلې چې پكښې د پېشه وره چارو پشمول د دواړو هېوادو??و ترمېنځه د دفاع په چارو د خيالاتو څرګندون?? شوې۔ اېډمرل ظفر محمود عباسي منطقه كښې د مېري ټ??ئم امن او استحكام په لړ كښې د پاك بحريه په كردار او هلو ځلو رڼا واچوله۔ ده د پاك بحريه ترسېوري لاندې د يو شمېر قامونو د بحريه مشق امن 17 په خاص توګه ذكر كولو سره په دې مشق كښې د تركيې د نيوي د ګډون ستائنه وكړه۔ د تركيې چارواكو په سمندر كښې امن ٬ استحكام او د قانون عملدارۍ لپاره د بحريه امن مشقو??و تر سېوري لاندې د نړيوالو سمندري ځواكونو شريك عزم ترلاس كولو په لړ كښې د پاك بحريه د هڅو ستائنه وكړه۔ د پاك بحريه د مشر دا دوره به د دواړو هېوادونو په خاص توګه د بحريه ځواكو??و ترمېنځه د دفاعي اړيكو او د س??ندري مرستې مضبوطيا او د پراختيا سوب وګرځي