كراچې 23 دسمبر (اے پي پي) وزيراعظم شاهد خاقان عباسي وئيلي دي چې پاكستان ګاونډي هېوادونو سره په سوله او سوله ايزو روابطو باور لري٬ امن لپاره دې د پاكستان خواهش كمزوري ونه ګڼل شي٬ پاكستان كوم جارحانه عزائم نه لري٬ په منطقه كښې به د كوم چا پټه د بالادستې هڅه قبوله نه كړو٬ د پاكستان وسله وال ځواكونه د هر ډول خطر مخ نيوي لپاره تيار دي٬ پاكستان به د نړۍ په قومونو كښې سربلند او سرفراز وي٬ د منطقې خلق پرمختګ او خوشحالي غواړي٬ د هېواد په دفاع او قومي سلامتيا كښې پاك بحريه ډېر موثر كردار ترسره كوي٬ پاكستان په محفوظ لاسونو كښې دے۔ وزيراعظم دا خبرې د خالي په ورځ په پاكستان نېول اكېډمې كښې د 108م مېډ شپ مېن او د 17 شارټ سروس كميشن كورس د كميشنګ پرېډ دستورې د خاص مېلمه په توګه په خپله وېنا كښې وكړې په كومه كښې چې ټول 129 افسران پاس آؤټ شول۔ په پاس آؤټ شويو كښې د 26 افسرانو پشمول 57 پاكستاني او د سعودي او بحرېن پشمول د وروڼو هېوادونو 26 افسران شامل دي۔ په دې هېوادونو كښې بحرېن٬ اردن٬ قطر٬ مالدين او سعودي شامل دي۔ په دستوره كښې لېفټېننټ سهېل كاظم ته قائداعظم ګولډ مېډل٬ مېډ شپ مېن سيد ارتضٰي حېدر نقوي ته اعزازي شمشېر او آفيسر كېډټ دايان احمد ته د جوائنټ چيفس اف سټاف كمېټې چيئرمېن ګولډ مېډل وركړے شو۔ د تربيې په مهال د ښې كاركردګې څرګندونه كوونكو افسرانو ته انعامات هم وركړے شول۔ پاكستان نېول اكېډمي دا اعزاز لري چې تر اوسه د دوست هېوادونو د 2200 نه زياتو افسرانو د دې ځائ څخه تربيه ترلاسه كړې۔ دستورې ته په خپله وېنا كښې وزيراعظم شاهد خاقان عباسي ووئيل چې پاكستان ګاونډي هېوادونو سره په سوله او سوله ايزو روابطو باور لري٬ امن لپاره دې د پاكستان خواهش كمزوري ونه ګڼل شي۔ وزيراعظم ووئيل چې ضرب عضب او ردالفساد يوازې عمليات نه دي بلكې دا د ترهګرې په ضد جنګ او د امن خواهش لپاره د پاكستان د عزم اعاده ده۔ ده پاس آؤټ شويو كېډټس او ا فسرانو ته ووئيل چې د سمندرونو د محافظينو په توګه تاسو د قوم په هيلو پوره ختل دي۔ د مورني وطن آزادي٬ سلامتيا او د دې د خپلواكې حفاظت ستاسو ذمه واري ده٬ كه دې وظيفې لپاره د ژوند قرباني هم وي٬ د دې څخه دې ډډه ونه كړې شي۔ ده ووئيل چې د پاك بحريه مضبوطيا لپاره به حكومت ټولې وسيلې په كار راولي۔ ټول قوم د وطن دفاع لپاره پاك بحريه سره اوږه په اوږه ولاړ دے۔ ده ووئيل چې پاك بحريه په تندې سره خپلو صلاحيتونه زياتوي٬ د هېواد په دفاع او قومي سلامتيا كښې پاك بحريه ډېر موثر كردار ترسره كوي او د كېډټس اعتماد د هېواد د قوي دفاع علامت دے۔ د پاكستان وسله وال ځواكونه د هر ډول خطر مخ نيوي لپاره تيار دي۔ وزيراعظم ووئيل چې پاك بحريه د سي پېك پشمول د هېواد د ټولو بحري مقاماتو تحفظ لپاره پوخ عزم لري او په دې لړ كښې په مكمل توګه تياره ده۔ ده ووئيل چې د پاكستان او چين د اقتصادي لارې په تناظر كښې د بحري امنيت اهميت لا زيات شوے۔ ده مورني وطن لپاره قربانې وركوونكو ته د عقيدت پېرزوينه وړاندې كړه۔