اسلام آباد ۔ 13 فروری (اے پی پی) قامي ??سمبلۍ هېواد كښې د انتها خوښۍ او عدم برداشت ختمولو له د زياتو نه زياتې قامي همغږۍ په حاجت زور ر??وړ??و سره قرارداد منظور كړې۔ د نهې په ورځ بيلم حسنېن قرارداد ايوان ته وړاندې كړو۔ د مذهبي چارو وفاقي وزير سردار محمد یوسف ووئيل حكومت د وراندې څخه مذه??ي همغږۍ لپاره كار كوي۔ اقليتي كمېشن ئې جوړ كړې۔ په دې كښې د مسلم او غېر مسلم دواړو نمائندګي ده۔ مذهبي اخترونه مذهبي عقيدت سره په سركاري توګه لمانځلې شي۔ ده ووئيل مونږ د نړيوال كنفرنس كولو پرېكړه كړې كومه كښې به چې ټولو مسلكونو او مذهبونو سره تعلق لرونكي علماﺀ كرام او پوهان ګډون كوي۔ حكومت به په دې اړه وړاندېزونو ته هركلې وائي۔ بیلم حسنېن ووئيل بايد انسان ته د انسانيت په توګه وكتلې شي۔ د مذهب په نامه تشدد څخه دې ډډه وك??ې شي۔ شېراکبر خان ووئيل هېواد كښې روژه او اختر په يوه ورځ نه وي نو كه د سعودي سره شي نو دا به هېواد او اولس لپاره ښه وي۔ حاجی غلام احمد بلور و??ئيل يو بل ته د كافر وئيلو او د يو بل وژلو څخه دې ډډه وك??ې شي۔ ثریا اصغر و??ئيل اسلام د ښو اخلاقو درس وركوي۔ زمونږ په ټولنه كښې د بل زغمل نشته۔ د قرارداد په حق كښې سید عیسیٰ نوری هم خبره وك??ه۔ مولانا محمد خان شیرانی ووئيل په دې خبره زه خفه شوے يم چې مذهب يو انسان بل انسان سره جنګوي