اسلام آباد 22 اپرېل (اے پي پي) د وزيراعظم د خزانې٬ رېونيو او اقتصادي چارو ډويژن س??اك??ر ډاكټر مفتاح اسمعاعيل د نړيوال بانك مېنجنګ ډائرېكټر/ چيف اېګزېكټو آفيسر مس كرسټالينا جيورجيوا سره ملا??ات وكړو۔ په دې موقع د وزيراعظم س??اك??ر په پاكستان كښې د نړيوال بانك پورټ فوليو سره سره د سباؤن په پروژو هم رڼا واچوله۔ ده هغه د تېرو پنځو كلونو په مهال د پاكستان د مجموعي اقتصادي كاركردګې څخه هم خبره كړه او وې وئيل چې د روان مالي كال په مهال هم پاكستان د مجموعي قومي پېداوار د شرح نمو هدف په ترلاسه ك??لو كښې بريالې شوے او دا پرمختګ به راتلونكې كال هم روان وي۔ د نړيوال بانك مشرې د پاكستان حكومت لخوا په اصلاحاتي اېجنډا د عمل كولو اقدامات وستائيل ا?? د پرمختيائي اېجنډې مخ په وړاندې بوتللو لپاره ئې د نړيوال بانك لخوا مرستې باور وركړو۔ د وزيراعظم س??اك??ر د پاكستان او هند ترمېنځه د اوبو څخه د برېښنا د پروژو جوړولو په اړه د شخړو په پلو هم د نړيوال بانك د مشرې پام راوګرځولو او غوښتنه ئې وكړه چې نړيوال بانك دې د سندھ طاس لوظنامې له مخې خپل كردار ترسره كړي۔ د وزيراعظم س??اك??ر نورو مشرانو سره هم ملاقاتونه وكړل۔