اسلام آباد 06 مئي (اے پي پي) د دفاع وزير انجينئر خرم دستګير خان وئيلي دي چې پاكستان د ټولو مسئلو په سوله ايز حل باور لري٬ په منطقه كښې د امن او استحكام ودې لپاره د تاجكستان هڅو ته د قدر په سترګه ګورو۔ ده دا خبرې د تاجكستان په پايه تخت دوشنبې كښې د تاجكستان د دفاع وزير جنرال شېر علي ميرزو سره ?? ملاقات په مهال ??ه خپلو خبرو كښې وكړې۔ دا ملاقات د ترهګري د مخ نيوي په اړه د نړيوال ??نفرنس په موقع شوے۔ د دفاع وزير ووئيل چې ??ه داسې حال ??ښې د افغانستان په ګاونډ كښې دي٬ پاكستان او تاجكستان د سلامتيا چېلنجونو او خطرو سره مخ دي۔ وفاقي وزير ووئيل چې پاكستان د ټولو مسئلو په سوله ايز حل باور لري٬ په منطقه كښې د امن او استحكام ودې لپاره د تاجكستان هڅو ته د قدر په سترګه ګورو۔ ده ووئيل چې د چين پاكستان اقتصادي لار به د ګوادر څخه تر كاشغر او په تاجكستان كښې تر مورياب د روابطو زياتولو نوې او ځ??نګړې موقعې پېدا كړي۔ خرم دستګير ووئيل چې د دواړو هېوادونو ترمېنځه دفاعي مرستې لپاره موقعې لټول كېدے شي ځكه چې د پاكستان ??ه دفاعي صنعتونو او د معياري مصنوعاتو په پېداوار كښې بهتري او جدت راغلې۔ وفاقي وزير د خفيه اطلاعاتو په بنياد د مرستې او د ترهګرې په ضد جنګ كښې د پوځي مرستې د تبادلو وړاندېز وكړو۔ وفاقي وزير ??ه دې كنفرنس كښې د پاكستان نمائندګي وكړه كوم چې د مئي په 3مه او 4مه نېټه ??ه دوشنبې كښې وشو۔ د دې كنفرنس اهتمام تاجكستان ?? ملګرو ملتونو په مرسته كړے و۔ د دوشنبې كنفرنس په موقع وفاقي وزير خرم دستګير سره د ترهګرې مخ نيوي په اړه ?? ملګرو ملتونو چارواكي جنرال ??لادي مير ورنكوف هم ملاقات وكړو۔