اسلام آباد 19 نومبر (اے پي پي) وزیراعظم عمران خان وئيلي دي د امریکې اولس مشر ډونلډ ټرمپ له خپل رېكارد سمولو ته اړتيا ده٬ يو پا??ستانې هم د نائن الېون په پېښو كښې ككړ نه ؤ ٬ بيا هم پا??ستان د ترهګرۍ په ضد امريكائي جنګ كښې د ګډون پرېكړه وكړه٬ ۔ تر دې دمه پاکستان ته په دې جنګ كښې 75 زره ځاني او 123 اربه ډالرو څخه زيات معاشي زيان رسېدلې او د دې په ضد امريكائي مرسته يوازې 20 ارب ډالره وه٬ په خپلو ناكامو پا??ستان د قربانۍ ګډورې جوړولو په ځائ امريكې له د دې خبرې په سنجيدګۍ سره جاج اخستل پكار دي چې يو لك 40 زره د ناټو عسكرو ٬ دوه نيم لكه افغان پوځ او د يوټرېليونه ډالرو خرڅ كولو باوجود نن په افغانستان كښې طالبان د وړاندې نه زيات قوي دي۔ وزیراعظم ووئيل د پاکستان قبائلي سيمې ړنګې شوې او ??ه لكهونو خلق بې كوره شوي ٬ دې جنګ د پا??ستان د عامو وګړو په ژوندون ژور آغيز كړې۔ وزیراعظم ووئيل پاکستان زمكيز او ??ضائی م??اص??ات فری لائنز پرله پسې وركوي۔ وزيراعظم استفسار وكړو چې آيا ټرمپ د يو داسې اتحادي نامه ښودلې شي چا چې دا ډول قربانۍ ورك??ې وي؟ د يادونې وړ ده چې د وزیراعظم عمران خان دا ټوېټس په اتلسم نومبر د امريكائي اولس مشر ډونلډ ټرمپ په ” فاكس نيوز” د خپرې شوې مركې نه پس رامخې ته شوې كومه كښې چې ھغه په پا??ستان تور لګولې چې امريكې لپاره ئې هېڅ نه دي كړي او د ټرمپ پا??ستان له د كروړونو ډالرو وركولو د پوځي مرستې ايسارولو د امريكائي انتظاميې د پرېكړې دفاع كړې ده