اسلام آباد 21 نومبر (اے پي پي) د مذهبي چارو او د مذهبونو د همغږۍ وفاقي وز??ر پير نورالحق قادري وئېلي دي ??ې د پاكستان آئين چې څوك غېر ??سل?? وګرځوي هغه كله هم ??سل??ان نه شي كېدے٬ د مذهبي چارو وزارت به د علماكرامو او د حكومت ترمينځه د پل كردار ترسره كوي٬د حضور نبي كريم(ص)تعليمات مونږ ټولو لپاره د لارې مشالونه دي۔ده دا خبرې د شورو په ورځ سيرت النبي(ص)كنفرنس ته د وېنا كولو په مهال وكړې۔ده ووئيل چې د سيرت النبي كنفرنس په رسمي يا روايتي طريقه نه كوو بلكې دا عبادت ګڼلو سره كوو ځكه چې د لوے څښتن نه پس پھ مونږ د حضور نبي كريم(ص)احسانات تر ټولو زيات دي۔ده ووئيل چې دا خبره د خوشحالۍ له ده چې په كنفرنس كښې د برتانيې٬هند٬ايران٬عراق٬سعودي عرب٬مراكش٬لبنان٬سوريه او د نورو هېوادونو نه علماﺀ او مشائح ګډون كوي۔ده ووئيل چې وزارت به د اسلام په ترويج كښې تل كردار ترسره كوي او مونږ به د علمائے كرامو او د حكومت ترمينځه د پل كردار ترسره كوو۔پير نورالحق قادري ووئيل چې د پاكستان آئين چې څوك غېر ??سل?? ګرځولي هغه كله هم ??سل??ان نه شي كېدې۔ده ووئيل چې د سپكاوي د حاكو په ضد پاكستان په ښه ډول غږ پورته كړو او وز??راعظم عمران خان واضحه پیغام وركړې و چې شاهد مغرب ته علم نشته چې مونږ خپل نبي پاك(ص)سره څومره مينه لرو۔ده ووئيل چې د حاكو په اړه د هالينډ سفير راوغوښتلې شو او د س??ت غبرګون څرګندونه وكړې شوه۔خارجه وز??ر شاه محمود قرېشي د اسلامي هېوادونو خارجه وز??رانو ته ټېليفون وكړو او هغوي ته يې د موثره حكمت عملۍ خپلولو ووئيل۔ده ووئيل چې د حضور نبي كريم(ص)تعليمات مونږ ټولو لپاره د لارې مشالونه دي۔حضور نبي پاك(ص)تل د مساواتو درس وركولو سره وئېلي دي ??ې كوم سپين په تور او عربي په عجمي فوكيت نه لري او تقوی داسې څيز دې كومه چې د اعمالو د بلندۍ ذريعه ده۔