اسلام آباد 26 دسمبر (اے پي پي) وزیراعظم عمران خان سپارښتنه كړې چې د پټروليم وزارت د ګاز غلا كمولو پحقله دې بشپړه منصوبه وړاندې كړي٬ د تجديد وړ توان په اړه پاليسۍ له دې د جنورۍ تر آخره حتمي شكل ور??ړې شي٬ د توان رسنې په لړ كښې د تعطل نه بچ كېدو لپاره د طلب او رسد پحقله په وخت او سمې اندازې لګول پكار دي ٬ د توان پحقله د كابينه كمېټۍ غونډه د شورو په ورځ د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې وشوه ٬ په غونډه كښې د توان طلب او رسد د وضعې٬ راتلونكو شپږو مياشتو لپاره د پټروليم او توان ډويژن ??نصوبو٬ د موجوده توان مكس٬ د ځائي او درآمد شوې ګاز ترلاسه كولو ٬ ور??ړې او د توان څانګې پحقله په بېلا بېلو پروژو تفصيلي بريفنګ ور??ړې شو۔ غونده كښې د ژمي په مهال د سوئي نادرن ګاز پائپ لائن او سوئي سدرن ګاز كمپنۍ د منجېمنټ په منصوبو بريفنګ ور??ړې شو۔ غونډې ته ووئيل شول ناڅاپه د تودهې درجه كمېدو او د ګاز طلب زياتېدو باوجود كورنو٬ كمرشل او زيرو رېټډ صنعتونو ته په ??وس??ي موسم كښې د ګاز ور??ړه باوري كړې شوې۔ سی اېن جی او عامو صنعتونو ته د كېپټو پاور پلانټس لپاره د ګاز لوډشېډنګ كښې كمي لپاره اقدامات روان دې ۔ وزيراعظم سپارښتنه وكړه چې د ریفائنریز مشاورت سره د موجوده آسانيو پحقله او د سرپلس فرنس آئل برآمد لپاره په كوټلې پروژه كار وكړئ۔ غونډه كښې دا هم پرېكړه وشوه چې د اي سي سي په راتونكې غونډه كښې د يوريا سرې شته والي او د نرخونو په اړه به بريفنګ ور??ولې شي۔