اسلام آباد 14 فروری (اے پی پی) خارجه وزير مخدوم شاه محمود قریشی وئيلي دي چې د امریکې او پاکستان اړيكې په يو مهم پړاؤ كښې داخل شوې دي۔ ما د وړومبۍ ورځې څخه هڅه كوله چې د دې اړآكو دې بيا د سره جاج واخستلې ??ي او په دې كښې تر ډير حد پیش رفت كېږي، پاك امریکې اړيكو په اړه د امريكائي چارواكو اوسني بیانونه مثبت دي، پاکستان ته د ګوې نيولو په ځائې د پاكستان کردار ستائلې كېږي۔ د دې خيالاتو څركندونه ده د المان میونخ ښار ته د تللو څخه وړاندې ميډيا سره په خپلو خبرو كښې وكړه۔ ده ووئيل میونخ كښې ګلوبل سکیورټی کنفرنس كښې ګډون له المان ته ته ځم۔په دې کنفرنس كښې د نړۍ زياتره هېوادونه ګډون كوي۔ د ټولې نړۍ خارجه وزيران ، د دفاع وزيران ، امنيتي پوهان په دې کنفرنس كښې ګډون كوي او نړيوال امنيتي صورتحال سباؤن لپاره به يوه كوټلې تګلاره مرتب کولې ??ي۔ ده ووئيل زه به هلته د پاکستان نمائندګی کوم۔ په ټوله نړۍ كښې دا مهال په ??فغ??نستان بحث روان دې۔میونخ ته د ??فغ??نستان اولس مشر اشرف غنی هم راځي په يو پینل ډسکشن كښې به هغه د ??فغ??نستان نقطه نظر وړاندې كوي او زه به د پاکستان نقطه نظر ټولو ته وړاندې كوم۔ دې نه ځانله د امریکې کانګریس غړو يو پلاوي چې پكښې 9 سناتوران او 10 هاؤس آف ریپریزینټیټو غړي شامل دي هلته راځي د هغوي سره هم ملاقات متوقع دې۔ ده ووئيل پاکستان ??فغ??نستان كښې د امن لپره چډې كومې هڅې كړې ټولې نړۍ هغه ستائلې دي۔ ده ووئيل دې نه ځانله د روس، المان ، کاناډا او ازبکستان خارجه وزيرانو سره به همه ملاقات كولې ??ي۔ ده ووئيل خواهش لرم چې د اروپائي ائتلاف د خارجه چارو لپاره استازي فیډریکا موګیرینی سره هم ملاقات وشي دغسې چې مونږ د پاکستان او اروپائي ائتلاف ترمينځه ستراتيجكي انهانسمنټ پلان له حتمی شکل وركړې شو۔