اسلام آباد ۔ 17 مارچ (اے پی پی) د رېلوے وفاقي وزير شېخ رشيد احمد نصير آباد كښې د جعفر اېكسپرېس چاؤدنې پېښ?? غندلو سره د قيمي ځانونو په زيان د افسوس څرګندونه كړې ده۔ په پېښه كښې د څلور كسانو د حق رسېدو اطلاع ترلاسه شوې ده۔ د اتوار په ورځ جاري كړې شوي بيان كښی شېخ رشيد احمد ووئيل د ابتدائي اطلاعاتو لمخې د افسوس وړ دې پېښه كښې 4 كسان مړه او يو شمېر نور ژوبل شوي دي۔ ده ووئيل د پېښې ځائې كښې د ريليف او ريسكيو عمليات روان دي په كومو كښې چې د رېلوے عمله او نورې ادارې برخه اخلي۔ ده ووئيل ريا??ت به د ت??هګرو په ضد سخته كارروائي كوي او چا سره به نرمي كولې نه شي۔ ده ووئيل د ټرېنونو او مسافرو په نښه كول د ت??هګرۍ تر ټولو زيات د بزدلۍ ګام دے۔ دوئي آسان هدف په نښه كوي۔ شېخ رشید احمد ووئيل د ت??هګرۍ پېښو څخه بچ كېدو له به رياستي ادارو سره په ګډه ټرېك پټرولنګ فعاله كولې شي۔