اسلام آباد ۔ 21 اپرېل (اے پی پی)دپاكس??ان خارجه دفتر په لائن آف كنټرول (اېل او سي) د تجارت ځنډ??لو په اړه په هندي پرېكړه د افسوس څرګندونه كړې ده۔ د اتوار په ??رځ د خارجه دفتر لخوا جاري ??ړې شوي بيان كښې وئيلې شوي دي چې د تجارتي اسانيو په نا??ړه توګه د كارول كېدو په اړه هندي ادعاګانې هېڅ حقيقت نه لري۔ هند تجارتي آسانۍ قاچاق ٬ نشائي توكو ٬ جعلي كرنسۍ او ترهګرۍ له د كار??لو غلطه او د دروغو پراپېګنډه كړې ده۔ خارجه دفتر وئيلي چې هند د مقبوضه كشمير د اولس سولييزې هڅې تجارت سره د تړلو نا??ړه هڅه كړې ده۔ تجارت د دواړو هېوادونو ترمينځه د باور زيات??لو له يو بنيادي عنصر ګڼلې شي۔ دواړو هېوادونو د سفارتي هڅو په نتيجه كښې د شريك باور زيات??لو له د تجارت پرېكړه كړې وه ولې د هند لخوا شوې پرېكړې سره د باور بحالۍ او دې كښې د زياتوالي هڅې ځپلې شوي دي۔ خارجه دفتر په اېل او سي تجارت ځنډ??لو له پاكس??ان سره د مشاورت نه غېر د شوې هندي پرېكړې په سختو ټكو كښې غندنه كړې ده۔ تجارتي بندېزونو سره به د كشميريانو مسئلې سوا شي كومو چې دې آسانۍ څخه استفاده كوله۔ د هندي ګامونو څخه وروستو د پاكس??ان د كردار په اړه خارجه دفتر ووئيل چې پاكس??ان به د كشميري اولس خپلو كښې رابطو او د آسانيو رسنې ګامونو عمل روان ساتي كوم چې د كشمير شخړې په سبب ځپلې شوې دې۔ پاكس??ان په هند زور راوړو چې د تضاد ختم??لو او دوه اړخيزه مرستې ته وده ورك??لو له مثبت سوچ ضروري دې دغسې چې اختلافات خپلو كښې د مذاكراتو د لارې حل كړې شي