تهران 13 اکتوبر (اے پي پي) وزيراعظم عمران ??ان وئيلي دي چې پاكستان اېران او سعودي سره د دوستې ژورې اړيكې لري٬ د دواړو هېوادونو ترم??نځ?? شخړه پېچلې معامله ده خو د مذاكراتو د لارې حل كېدے شي٬ د اېران او سعودي ترم??نځ?? د شخړې به نه يوازې د منطقې په امن او سلامتيا بلكې په معيشت هم آغېز وشي٬ مونږ غواړو چې په منطقه كښې كومه نوې شخړه پېدا نه شي۔ ده دا خبرې د اتوار په ورځ د اېران اولس مشر حسن روحاني سره يو ځائ خبري كنفرنس ته د وېنا كولو په مهال وكړې۔ ده ووئيل چې د اېران اولس مشر سره د تېرې څو مودې راسې د ده دا دريم ملاقات دے۔ ده سره په دوه اړخيزه اړيكو او تجارت هم خبرې شوې دي۔ وزيراعظم ووئيل چې پاكستان او اېران د دوستې ژورې اړيكې لري٬ د مقبوضه كشمير د اولس په مل??تړ كولو د اېراني حكومت مننه كوو۔ هند 80 لكه كشميريان پ?? مقبوضه وادې كښې قېد كړي دي۔ عمران ??ان ووئيل چې اېران ته د راتګ بنيادي وجه دا ده چې مونږ غواړو چې په منطقه كښې كومه نوې شخړه پېدا نه شي۔ پاكستان تر اوږده موده د ترهګرې په ضد جنګ كړے او 70 زره كسان ئې قربان كړي دي۔ ده ووئيل چې په منطقه كښې د وړاندې نه په افغانستان او سوريه كښې خلق ستونزو سره مخ دي۔ ده ووئيل چې اېران سره تاريخي اړيكې لرو۔ سعودي هم تل په سخت وخت كښې د پاكستان ملګرتيا كړې۔ د سعودي او اېران ترم??نځ?? كومه شخړه نه ده پكار۔ ده ووئيل چې هغه به د نهې په ورځ سعودي ته هم ځي۔ ده ووئيل چې د سعودي او اېران سره خبرې يوازې د پاكستان خپل اقدام دے٬ د دواړو هېوادونو ترم??نځ?? د سهولت كارې كردار ترسره كوو۔ وزيراعظم ووئيل چې پاكستان اېران او سعودي سره د دوستې ژورې اړيكې لري٬ د دواړو هېوادونو ترم??نځ?? شخړه پېچلې معامله ده خو د مذاكراتو د لارې حل كېدے شي٬ د اېران او سعودي ترم??نځ?? د شخړې به نه يوازې د منطقې په امن او سلامتيا بلكې په معيشت هم آغېز وشي۔ ده ووئيل چې په نيويارك كښې د امريكې اولس مشر ټرمپ د ملاقات په مهال د اېران او امريكې ترم??نځ?? په اړيكو كښې د كردار ادا كولو وئيلي٬ نن د اېران اولس مشر سره په اړوند چارو خبرې شوې دي۔ په دې موقع د اېران اولس مشر حسن روحاني ووئيل چې پاكستان او اېران وروڼه هېوادونه دي٬ دواړه هېوادونه په ګډه د منطقې استحكام لپاره هڅې كولې شي۔ ده ووئيل چې وزيراعظم عمران ??ان سره د منطقې په صورتحال خبرې شوې دي۔ پاكستان او اېران د منطقې مسئلې د خبرو د لارې د حل كولو مل??تړ كوي۔ د پاكستان او اېراني مشرانو ملاقاتونه د منطقې صورتحال بحالې لپاره مهم دي۔ اېراني اولس مشر ووئيل چې په اېران د امريكائي بندېزونو په اړه هم خبرې شوې دي۔ د اېران پ?? دوره كولو د وزيراعظم عمران ??ان مننه كوو۔ ده ووئيل چې د وزيراعظم دورې اېران د قدر په سترګه ګوري۔ ده ووئيل چې په يمن كښې دې د جنګ خاتمه وشي او انساني مرسته دې باوري كړې شي۔