اسلام آباد 15 اكتوبر (اے پي پي) وزيراعظم د هوچي سن پورټ هو??ډنګز كمپنۍ د اړخه د 240 ملين ډالر غېر ملكي سرمايه كارۍ هركلے كړې۔ وزيراعظم ??مر??ن خان سره د هانګ كانګ د هوچي سن پورټ هو??ډنګز منېجنګ ډائرېكټر ارك لپ په مشرۍ كښې پلاوي د نهې په ورځ ملاقات وكړو۔ په ملاقات كښې پلاوي وزيراعظم د 240 ملين ډالر سرمايه كارۍ څخه خبر كړو۔ په دې مهال وفاقي وزير سيد علي حېدر زيدي٬د وزيراعظم د تجارت صلاحكار عبدالرزاق داؤد٬خاص مرستيال ذوالفقار بخاري٬د بهرنۍ سرمايه كارۍ سفير علي جهانګير صديقي او نور چارواكي هم موجود وو۔د هوچي سن پورټ هو??ډنګز پلاوي كښې منېجنګ ډائرېكټر٬بزنس ډائرېكټر او د پاكستان منېجمنټ ډله شامل وه۔ منېجنګ ډائرېكټر ارك لپ وزيراعظم ??مر??ن خان د هوچي سن پورټ هو??ډنګ د اړخه په پاكستان كښې د 240 ملين سرمايه كارۍ په حقله ووئيل چې ورسره به د كراچۍ په پورټ نوي كنټينر ټرمينل استعداد زيات شي او د كمپنۍ د اړخه به په پاكستان كښې سرمايه كاري هم زياته شي۔ وزيراعظم ته ووئيل شو چې دې سرمايه كارۍ سره به د كمپنۍ د ملازمينو شمېره كښې 3 زره زياتوالې وشي۔ وزيراعظم د هوچي سن پورټ هو??ډنګز پرمختګ او د پاكستان د اقتصادي پرمختګ په حقله د ډلې د مهم كردار او عزم په اړه هم خبر كړې شو۔هوچي سن پورټ هو??ډنګز د نړۍ تر ټولو لويې پورټ كمپني ده كومه چې 30 ز??ه څخه زيات ملازمان لري او دا كمپني په 27 هېوادونو كښې 52 بندرځايونو او ټرمينلز كښې كار كوي۔د كمپنۍ هېډكوارټر په هانګ كانګ كښې دې۔ وزيراعظم ??مر??ن خان د كمپنۍ د اړخه په پاكستان كښې د سرمايه كارۍ هركلے وكړو۔ وزيراعظم د دې عزم پخلې وكړو چې حكومت به د سرمايه كارۍ په لړ كښې هر ډول آسانۍ وركوي