اسلام آباد 22 اکتوبر (اے پی پی)وزيراعظم عمران خان سره د پاكستان تحريك انصاف سينئر لارښود ډاكټر بابر اعوان ليدلې دي۔د مل??قات په مهال د هېواد په سياسي صورتحال٬قانوني او آئيني چارو د خيالاتو څرګندونه شوې ده ۔د نهې په ورځ د پي ټي آئي مركزي مې??يا لخوا جاري شوي بيان له مخې د مل??قات په مهال په خبرو كښې وزيراعظم ووئيل پرامن او سياسي احتجاج د ټولو ګوندونو آئيني حق دے٬ هېواد سياسي او معاشي استحكام پلو مخ په وړاندې بوتللو ته مونږ پام لرنه كوو۔ده ووئيل پام مو د اولس خېرښېګړی او د هېواد معاشي پرمختګ ته ګرځولې٬ځوانانو لپاره مو كامياب ځوان او غريبانو لپاره مو احساس پروګرام پېل كړی۔وزيراعظم ووئيل په كشمير كاز به په هېڅ صورت سودا اونه كړې شي ۔د پاكستان تحريك انصاف سينئر لارښود ډاكټر بابر اعوان ووئيل مودي چې كومه ډاډګيرنه د هند نه ترلاسه نه كړی شوه هغه ورله مولانا وركړه٬په ظاهره د اپوزې??ن ممكنه احتجاج سوله ايز نه معلومېږي٬ده ووئيل كوم مناظر چې مو ليدلې د دغې نه د انتشار خپرولو پلان څرګندېږي۔بابر اعوان ووئيل هېواد په سم پلو ليدونكي او د پرلت مخالفت كوونكي هم د پرلت وخلو مل??تړ ته راوتي ۔ ده ووئېل مولانا كشمير كاز ته د زيان رسولو پوره هڅه كړې ده