اسلام آباد 30 اکتوبر (اے پي پي) د كيوبا نائب اولس مشر رابرټو مورالز اوجېدا٬ خا??جه وزير شاه محمود قريشي سره ملاقات كړے ۔ د ملاقات په مهال دواړه هېوادونه د دارو جوړونكو٬ طب او بائيو ټېكنالوجې په څانګو كښې د دوه اړخيزه مرستې په وده سلا شوي دي ۔ د دې نه علاوه د پاكستان او كيوبا ترمېنځه په سركاري او سفارتي پاسپورټ د وېزې شرط په جزوي توګه د ختمولو لوظنامه شوې ۔ د شورو په ورځ په خا??جه وزارت كښې د كيوبان نائب اولس مشر رابرټو موالرز اوجېدا او د خا??جه وزير مخدوم شاه محمود قريشي په موجودګې كښې د پاكستان لخوا د كورنيو چارو سېكتر اعظم سلېمان او د كيوبا لخوا په پاكستان كښې د كيوبا سفير ګېبرېل كاپوتے لوظنامه لاسليك كړه۔ د دې اطلاق به په سركاري پاسپورټ لرونكو او سفارتي منصب لرونكو كېږي۔ د خا??جه دفتر وياند له مخې خا??جه وزارت ته په رسېدو خا??جه وزير شاه محمود قريشي د كيوبا د پلاوي هركلې وكړو۔ د ملاقات په مهال په دوه اړخيزه اړيكو او د مقبوضه جمو او كشمير صورتحال پشمول د شريكې خوښې په چارو خبرې وشوې۔ خا??جه وزير شاه محمود قريشي ووئيل پاكستان كيوبا سره خپلو دوه اړخيزه اړيكو ته ډېر د قدر په سترګه ګوري٬ كيوبا تل په سخت ??خت ??ښې د پاكستان ملګرتيا كړې۔ خا??جه وزير د كيوبا اولس مشر د مقبوضه جمو او كشمير د تازه صورتحال نه خبر كړو او وې وئيل د اګست په 5مه نېټه د هند غېر آئيني اقدام د منطقې امن خطر سره مخ كړے۔ د هند لخوا د بشري حقونو څخه د سرغړونو لړې روانه ده او د تېرو 87 ورځو نه هند په مقبوضه جمو او كشمير كښې كرفيو روانه ساتلې ده۔ ده ووئيل د كيوبا پشمول نړيوالې ټولنې له به په هند د مسئلې حل له فشار اچول وي۔