ګلګت ۔ 01 نومبر (اے پی پی) وزیراعظم عمران خان د ګلګت بلتستان اولس ته د آزادۍ په ورځ مباركي وركولو سره وئيلي دي د ګلګت بلتستان او??س قربا??ي وركولو سره خپله سيمه ډوګره راج څخه آزاده ??ړه۔ دا سيمه د چين پاكستان اقتصادي راهدارۍ ستره دروازه ده۔ په نړۍ كښې د ګلګت بلتستان نه زياته ښكلې سيمه بله كومه نشته۔ مونږ سېلګرۍ ته وده ??ركولو له د نړۍ د 70 هېوادونو سېلګرو له د وېزې عمل آسان جوړ كړې دې۔ د سېلګرۍ ودې سره به سيمه كښې خوشحالي راشي۔ د هند وزيراعظم نرېندر مودی مقبوضه کشمیر كښې خپله آخري پته كارولې ده۔ د نړۍ كوم قوت د كشميريانو د آزادۍ لار نيولې نه شي۔ د كرفيو پورته كېدو سره سمدستي به د انسانانو سمندر بهر راوتلو سره د آزادۍ غوښتنه پېل كړي۔ پاكستانې اولس كشميريانو سره ولاړ دې۔ د كشميريانو سفير او ترجمان يم۔ په ټوله نړۍ كښې به د دوئي وكيل جوړېدو سره د دوئي وكالت كوم۔ ده ګلګت كښې د آزادۍ ورځ پرېډ ته خطاب كولو۔ په دې مهال وزیراعظم ووئيل په كال 1947ء كښې د ګلګت بلتستان اولس د آزادۍ جنګ كړې او په كال 1948ء كښې ډوګرہ راج څخه ئې خپله سيمه آزاده ??ړه۔ د 1947ء اتلانو ته د عقيدت پېرزوينې وړاندې كوم۔ ده ??وئيل د كلمې طاقت مونږ انسانانو ته سر ټيټولو له نه وركوي۔ پاكستان يوازنې هېواد دې كوم چې د اسلام په نامه جوړ شوې۔ د مدينې رياست زمونږ لپاره نمونه ده او دغې رياست د نړۍ لوئې قوتونو ته ماتې وركړې وه۔ پاكستان د لوئې څښتن يوه ډالۍ ده ??ونږ له به دا د اصولو ترمخه مخ په وړان??ې بوتلل وي۔ ده ??وئيل ګلګت بلتستان د چین پاکستان اقتصادی راهدارۍ ګېټ وے حېثيت لري۔ چین نړۍ كښې پرمختګ كوؤنكې لوئې هېواد دې او دا سيمه مونږ چين سره تړي۔ ده ??وئيل مقبوضه کشمیر كښې اولس نن ظلم سره مخ دې۔ نرېندر مودي چې د اګست په 5 مه نېټه څه كړي دي هغه خپله آخري پته كارولې او اوس چې كله كرفيو پورته شي نو د انسانانو سمندر به بهر راوځي او د آزادۍ غوښتنه به كوي۔ وزیراعظم ووئيل 52 كاله وړاندې زه ګلګت بلتستان ته راغلې ووم دغه وخت دې سيمې دومره ترقي كړې نه وه۔ ده ??وئيل ما ټوله نړۍ كتلې ده ??لې كومه ښكلا چې زه دلته وينم چرته مې ليدلې نه ده۔ ده ??وئيل د نادرن لائیټ انفنټری ځوانانو په كارګل او نورو محاذونو د نه هېرولو وړ قربانۍ وركړې دي۔ پاک پوځ د ترهګرۍ په ضد جنګ ګټلو سره هېواد محفوظ كړې دې۔ وزیراعظم ووئيل پاكستان به پخپلو پښو ودرول وي او دا قوم به نړۍ له يو مثال جوړ شي۔ دې نه وړاندې وزيراعظم د شهيدانو يادګار ته لاړو او په هغې ئې د ګلونو څادر خپور كړو۔ په دې مهال د پاك پوځ چمتو ډلې وزيراعظم ته سلامي وړاندې كړه۔ د ګلګت بلتستان ګورنر او اعلی وزير هم په دې موقع موجود وو